د حج او اوقاف وزارت: لا د حج مراسمو په اړه پرېکړه نه ده شوې

تېرکال د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سعودي عربستان د حج مراسم محدود کړل

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت وايي، تر اوسه پورې د حج د مراسمو په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د دې وزارت ویاند او د نشریاتو رئیس فضل محمد حسیني ازادي راډیو وویل، د دې لپاره چې سعودي عربستان خپله پرېکړه نه ده اعلان کړې، دا وزارت هم تردې دمه په دې باب چې زیارتوال به ولیږي او که ونه لېږي؟ څه نه شي ویلی.

ښاغلي حسیني وویل، د حج د پروسې د ښه تنظیم لپاره د سعودي عربستان له لوري هر کال له ټولو هېوادونو رسمي پلاوي غوښتل کېږي چې د سعودي د حج له وزارت سره ځینې موافقې لاسلیک کړي خو تر اوسه سعودي په دې تړاو هېڅ راز اړیکه نه ده نیولې.

تېرکال د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سعودي عربستان د حج مراسم محدود کړل او یوازې څو زره تنو ته یې اجازه ورکړه چې د حج مراسم ادا کړي.