د 'ماشومانو د ژغورنې' ډله: برما کې پوځ ۴۳ ماشومان وژلي

برما کې د بشري حقونو د موسسو په وینا ۵۳۶ تنه وژل شوي دي. 

'د ماشومانو د ژغورنې' مرستندویه ډله وايي، په میانمار یا برما کې د فبرورۍ د میاشتې له کودتا راپه دې خوا پوځ لږ تر لږه ۴۳ ماشومان وژلي دي.

دې ډلې همدا راز ویلي، د میانمار حالات وحشتناکه دی.

د بشري حقونو د موسسو په وینا په میانمار کې د ناکراریو له پیله تراوسه پورې ۵۳۶ تنه وژل شوي دي.

له بلې خوا د میانمار لېرې کړای شوې مشره انګ سان سوچي او د هغې د کابینې درې وزیران د میانمار د دولتي اسرارو د قانون په سرغړونې تورن شوي دي.