د مالیې وزارت: د ښوونکو او کارکوونکو تنخواګانې زیاتې شوې

د افغانستان ماليې وزارت

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د ښوونکو او له څلورمې رتبې نه تر اتمې پورې به د کارکوونکو په تنخواګانو کې، تر دوه زره افغانیو پورې زیاتوالی راشي.

د دغه وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وري ۱۲» په یوې خبري ناسته کې وویل، دا بهیر د روان کال د حمل له میاشتې څخه د اجرا وړ دی.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دغه وزارت دمګړۍ ۲۲۰ زره ښوونکي او څه باندې ۱۸،۰۰۰ ښوونځي لري چې په ټول هېواد کې په‌کې ۹،۷ ملیونه زده‌کوونکي زده‌کړه کوي.

دا چې ولسي جرګې دوه ځلې د ۱۴۰۰ لمریز کال بودجه رد کړه دلیل‌یې د ښوونکو او نورو کارکوونکو په تنخواګانو کې نا انډولتوب و.

د ولسي جرګې غړو په مشروط ډول دغه بودجه تصویب کړه چې د دولت او مالیې وزارت له‌خوا په تنخواګانو انډول رامنځته شي.

د بودجې له دوه ځلې ردېدو وروسته د مالیې وزارت ومنله چې د ښوونکو او کارکوونکو په تنخواګانو کې ۲،۰۰۰ افغانۍ ورزیاتې کړي.