پاکستان کې د ټیک‌ټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې شو

پاکستان کې پر یوه ټیلیفون د ټیک‌ټاک اپلېکېشن

د پاکستان چارواکو د ټیک‌ټاک اپلېکېشن پر کارولو بندیز لیرې کړ.

دغه چینایي اپلېکېشن له دې کبله په پاکستان کې منع شوی وو چې د چارواکو په خبره ناسم مطالب په‌کې خپرېدل.

په پېښور کې یوې محکمې نن د دغه ممنوعیت د لیرې کېدو اعلان وکړ او د رسنیو د تنظیم ادارې ته‌یې سپارښتنه وکړه چې په ټیک‌ټاک کې د غیر اخلاقي موادو د نه‌خپرېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې یوه وکیل جهان زېب محسود وویل چې د ټیک‌ټاک شرکت ډاډ ورکړی چې مطالب به فلتر کوي.

سره له دې چې ټیک‌ټاک په ټوله نړۍ کې ځوانان مینه‌وال لري ، خو د دغه اپلېکېشن په اړه ارزونې هم په ډېرېدو دي.