د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې قطر ته لاړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغانستان د سولې خبرو په تړاو بحث لپاره نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) قطر ته ولاړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وایي، دیبرا لاینز به د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي، د طالبانو له استازو او هم د ترکیې، قطر او امریکا متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان سولې بهیر د ګړندي کېدو او تاوتریخوالي د کمېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

مېرمن لاینز تر دې سفر دمخه پرون په ارګ له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

په دوحې کې د افغانانو ترمنځ خبرو سره-سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.

دا خبري پروسږکال په سېپټمبر کې پیل شوې، خو له شااوخوا درېیو میاشتو راهیسې په ځنډ پر مخ ځي.

تمه ده د ترکیې استانبول ښار په همدې میاشتې کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وي.