د بنسټیزو تأسیساتو رغولو لپاره د ولسمشر جو بایډن پلان!

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د بنسټیزو تأسیساتو د رغولو لپاره د دوه تریلیونه یا دوه زره میلیارډو ډالرو یوه پلان په ډاګه کړ.

د بایډن دغه پلان به چې غواړي پر شرکتونو د مالیو په لوړولو سره یې بودجه تمویل کړي، قانوني جنجالونه او سیاسي بحثونه را وپاروي.

بایډن پرون په پیتزبورګ کې د وینا په ترڅ کې د دغه پلان چې هغه د هېواد د زړو بنسټیزو تأسیساتو د نوي کولو او له خپرې شوې د کرونا له وبا څخه د اقتصادي رغونې پلان یاد کړ، جزئیات په ډاګه کړل.

بایډن وویل: "دا به امریکا کې د یوه نسل پانګونه وي چې تر اوسه مو دا کار نه دی لیدلی چې شوی وي. دغه پلان به چې په اتو کلونو کې عملي کېږي، بودجه یې د امریکا د اقتصادي کلني تولید له په سلو کې لسو سره برابره ده."

د دې ترڅنګ د بایډن اداره په پام کې لري چې په راتلونکو اونیو کې د ورته دوه تریلیونه ډالرو یو بل پلان هم په ډاګه کړي چې هغه به پر ټولنیزو مسایلو لکه، روغتیایي خدمتونو، پوهنې او ماشومانو متمرکز وي.