د ملګرو ملتونو استازې: برما له احتمالي کورنۍ جګړې سره مخ دی

برما کې د کودتا ضد مظاهره چیانو په ځپنه کې لږ تر لږه پنځه سوه کسان وژل شوي دي. 

د برما لپاره د ملګرو ملتونو استازې د دې سازمان د امنیت شورا ته وویل چې دا هېواد له احتمالي کورنۍ جګړې سره مخامخ دی.

کرستین شرانیر بورګینیر تېره شپه د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شاه غونډې ته وویل، په داسې حال کې چې د برما پوځ د کودتا ضد مظاهره چیانو ځپنې ته دوام ورکوي، په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې او د وینې توئیدو احتمال زیات دی.

بورګینیر له نړیوالو قدرتونو وغوښتل چې د یوې غمیزې د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي خو نوموړې په دې اړه د مشخصو اقداماتو یادونه ونه کړه.

د فبرورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې چې په برما کې پوځ ملکي حکومت نسکور کړی او قدرت یې په لاس کې اخېستی، تر اوسه د کودتا ضد مظاهره چیانو په ځپنه کې لږ تر لږه پنځه سوه کسان وژل شوي دي.