چارواکي: جلال اباد کې ناپېژاندو وسله والو یوه پولیسه وژلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ناپېژاندو وسله والو یوه ښځه پولیسه په ډزو وژلې ده.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فریدخان ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) سهار شااوخوا ۷ نیمې بجې ناپېژاندو وسله والو د جلال اباد ښار درېیمې حوزې مربوطاتو کې د بصیرې په نوم د امنیې قوماندانۍ يوه پولیسه چې دندې ته پر لاره وه، په ډزو وژلې ده.

فرید خان وایي، د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي او تر څېړنو لاندې دي.

دا په روانه اوونۍ کې پر ښخو درېیم برید دی چې په جلال اباد ښار کې ترسره کېږي.

وړمه ورځ هم په دوو جلا جلا وسله والو بریدونو کې د پولیو واکسین درې ښځینه کار کوونکې وژل شوې وې.

تراوسه د دغو پېښو مسولیت چا نه دی منلی.