تندر قول اردو: د وژل شوي درستیزوال فرید فیاض غچ به اخلو

د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض

د ملي اردو تندر قول اردو د خپل یوه درستیزوال د قاتلانو د مجازاتو خبرداری ورکړ.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال، ډګروال فریدون فیاض چې پرون چهارشنبې (د وري ۱۱مه) له کابله پکتیا ته پر لار و په لوګر کې د وسله وال برید له کبله ووژل شو.

د تندر قل اردو ویاند ایمل خان مهمند تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی ځواکونه به د پېښې غچ واخلي: "ډاډ ورکوو او ژمنه کوو چې د خپل همسنګري شهید ورور د وژنې عاملین به د خپلو اعمالو په سزا ورسوو، زموږ ځواکونه به عاملینو ته سخته سزا ورکړي او د دې پیښې غچ به ترې واخلي."

د دې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د لوګر د خضر په سیمه کې چې دا پيښه شوې، طالبان فعالیت لري.