دفاع وزارت: هلمند کې یوې هليکوپټرې بیړنۍ ناسته کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې یوې هليکوپټرې یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې بیړنۍ ناسته کړې ده.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پوځ (بلک هاک) څرخي الوتکه پرون چهارشنه (د وري ۱۱مه) ماښام د تخنیکي ستونزو له کبله بېړنۍ ناستې ته اړه شوه چې چاته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان بیا ازادي راډیو ته وویل چې پېښه کې لږ تر لږه درې تنه سرتیري وژل شوي دي: "زموږ د معلوماتو پر اساس د هلمند په شوراب نظامي اډه کې هليکوپټرې سقوط کړی چې په نتیجه کې يې درې تنه سربازان شهیدان دي، تر اوسه نور معلومات لاسته نه دي راغلي."

تر دې وړاندې د پوځ یوه څرخي الوتکه د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیيپور وسله والو ویشتلې وه چې د دولت دننه یې پراخ غبرګونونه وپارول.