چارواکي: طالبانو د تندر قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال وژلی

د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض

پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، د دې قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

په پکتیا کې د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان و چې نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) تر غرمې وړاندې د لوګر ولایت خضر بازار کې پرې حمله وشوه.

تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.