د صنعت او سوداګرۍ افغان وزیر د تاجکستان له یو شمېر وزیرانو سره ولیدل

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له تاجک چارواکو سره

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاجکستان د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ، صنعت او ټکنالوژۍ له وزیرانو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د اسیا زړه "استانبول پروسې" په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجيکستان ته سفر کړی دی.

نوموړي وویل چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي اړېکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړېکو اسانتیاوو، تاجیکستان ته د افغاني محصولاتو صادراتو پر وړاندې د خنډونو لېرې کولو، د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ بېلابېلو سکتورنو کې د پانګونې د ګډې همکارۍ پر پیل خبرې کړي.

د ده په خبره، ښاغلي غوریاني ويلي چې افغان سوداګر د سوداګریزو ویزو د ترلاسه کولو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ښاغلي احمدي د معلوماتو پر بنسټ ښاغلي غوریاني تاجیکستان ته د افغاني محصولاتو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي کې يې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دی وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر په تاجیکستاني پانګه والو هم غږ کړی چې په افغانستان کې په بېلابېلو سکتورونو کې پانګونه وکړي او له افغان پانګه والو سره ګډ کار پیل کړي.