طالبان وايي خوست کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې توغندي ویشتي

ارشیف، وسله وال طالبان

وسله وال طالبان وايي، د خوست ولایت په زاړه هوايي ډګر کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې دوه توغندي ویشتي دي.

په خوست کې د 'کې.پي.اېف' په نوم ځواک چې د امریکايي پوځیانو له ملاتړه برخمنه ملېشه ده، تایید کړه چې طالبانو د ائتلافي ځواکونو د مرکز په لور توغندي ویشتي خو د خلکو پر کورونو لګېدلي دي.

د دې برید په نتیجه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.