افغان ولسمشر: د انتخاباتو په صورت کې حاضر یم چې واک پرېږدم

ارشیف، افغان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د انتخاباتو په صورت کې حاضر دی چې واک پرېږدي.

ده چې پرون په دوشنبې ښار کې په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره د اسیا زړه په نهم کنفرانس کې د سولې لپاره د خپل پلان په اړه خبرې کولې، وویل باید لومړی انتخابات وشي.

ولسمشرغني دا هم وویل چې څومره چې ممکنه وي په هماغه اندازه د ژر انتخابات د کېدو ملاتړ کوي.

مخکې د افغانستان په ولسمشرۍ کې ځینو سرچینو ویلي و چې ولسمشرغني په ۶ میاشتو کې انتخاباتو ته تیار دی.