نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د سرپل ولایت د سیمه ییزې اردو د ټولي قوماندان ووژل شو.
د سرپل امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډیو ته وویل، د سیمه ییزې اردو د ټولې قوماندان حبیب میرزا اولنګي سهار وختي له صیاد ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز ته روان و چې په لاره کې یې ماین پرې وچاودېده.
د امنیه قوماندان په وینا په دې پېښه کې د سیمه ییزې اردو د ټولي د قوماندان ترڅنګ یو سرتېری هم وژل شوی دی.
له دې جلا د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د امنیت مرستیال او د هغه د ترور زوی وژلي دي.