امریکا: غیر لازمي ډیپلوماټان دې خپلو کورنیو سره له برما راووځي

برما کې پوځیانو د امریکا سفارت ته تللې لار تړلې ده.

د امریکا متحده ایالاتونو په برما یا میانمار کې خپلو ټولو غیر لازمي یا 'Non Essential' ډیپلوماټانو ته امر کړی چې له کورنیو سره یوځای له هغه هېواد راووځي.

په برما کې د کودتا ضد مظاهره چیانو پر وړاندې د پوځي حکومت فشارونه ورځ تر بلې زیات شوي دي.

د فبرورۍ د لومړۍ کودتا راهیسې چې په کې پوځ د انګ سان سوچي منتخب حکومت ړنګ کړ او واک یې په لاس کې واخېست په برما کې د ډیموکراسۍ د ټينګښت په پلوۍ مظاهرې روانې دي.

سوچي او د دولت پخواني لوړپوړي چارواکي زنداني شوي دي.

د مظاهره چیانو د ځپلو په نتیجه کې تر اوسه پورې د لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د تېرې اوونۍ پای د مظاهره چیانو پر وړاندې تر ټولو خونړی وبلل شو ځکه په یوه ورځ په کې شااوخوا سل تنه ووژل شول.

د مظاهره چیانو پر وړاندې د حکومتي ځواکونو دا تاوتریخجن چلند د لویدیځ هېوادونو او په ټوله کې د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوی دی.