- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، د استانبول ناسته یوه تصمیم نیوونکې او برخلیک ټاکوونکې ناسته ده چېرته چې د اساسي قانون، سیاسي نظام، د قدرت د لېږد، اوربند او یو شمېر نورو مسایلو په اړه به په کې تصمیم نېول کېږي.
د ليکوال په وینا د امریکا، ترکیې او ملګرو ملتونو تمه دا ده چې ناسته کې د افغان جګړې او سولې په تړاو وروستۍ پرېکړه وشي او له همدې امله د جمهوریت حوزې ته یې ټینګار دا دی چې له بېلابېلو طرحو ډډه وکړي او له یو واحد پلان سره په ناسته کې ګډون وکړي.
وړاندې راغلي چې پر همدې بنسټ پرېکړه دا شوې چې دغې غونډې ته یوازې د افغان دولت لوړپوړي چارواکي او طالب استازي ور وبلل شي، څو په ناسته کې د بېلابېلو طرحو له خپرولو او ګډوډیو مخنیوی وشي.
ورځپاڼې لیکلي، د استانبول ناستې څخه د لوړې تمې له امله، د ملي مصالحې عالي شورا اوس مهال په جمهوري حوزه کې د بېلابېلو طرحو په یوځای کولو کار کوي او له بل لوري په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یو پلاوی پاکستان ته تللی، څو د دې ډلې له مشرانو سره خبرې وکړي.
ورځپاڼې دغه شان ټینګار کړی چې د استانبول ناسته یوه برخلیک ټاکوونکې ناسته ده او باید ضایع نه شي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې د اسيا زړه ـ استانبول کنفرانس د دوهمې ورځې غونډې ته د ولسمشر محمد اشرف غني هغو خبرو ته اشاره کړې چې د سولې خبرو د راتلونکو پړاوونو د پرمختګ لپاره يې له طالبانو و غوښتل چې اوربند وکړي او دوی چمتو دي چې له اوربند وروسته، په هر ډول موضوع له دې ډلې سره د خبرو مېز ته کېني او د افغانستان د اساسي قانون په نظر کې نيولو سره دې داسې ټاکنې وشي چې نړيوال ترې څارنه وکړي.
د لیکوال په وینا، دا ځل د سولې لپاره د ولسمشر قرباني بې سارې ده او افغان ولسمشر حاضر دی، چې خپله پنځه کلنه قانوني ولسمشريزه دوره په شپږو مياشتو کې محدوده کړي او بيا د نړيوالې ټولنې تر څار لاندې عادلانه ټاکنې وشي.
ورځپاڼې ټینګار کړی چې له دې پرته د بل نظام شونتيا هېڅ معقوله لاره نه ده او دا افغانستان د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي.
- اطلاعات روز
اطلاعات روز ورځپاڼې د تعلیمي کال پیل سره په ښوونځیو کې شته ستونزو او نیمګړتیاوو ته اشاره کړې ده.
وړاندې راغلي چې تعلیمي کال داسې مهال پیل شوی چې د افغانستان د پوهنې عمده ننګونې لکه زده کړو ته د ماشومانو نه لاسرسی، ښوونځیو ته د ودانیو نه شتون، د ښوونځیو تړل، د ښوونکو کمښت، خیالي ښوونکي، نامسلکي ښوونکي او نورې ډېرې نیمګړتیاوې لا هم شته او وضعيت ښیي، چې د دې ستونزو حل لپاره د پام وړ کار نه دی شوی.
ورځپاڼې لیکلي چې د ولسمشر په ګډون ډېری حکومتي لوړپوړي مسوولینو د تعلیمي کال د پیل مراسمو کې د پوهنې د نیمګړتیاوو لېرې کولو ژمنې کړي، خو د ترسره شوېو ارزونو پر بنسټ، شوې ژمنې یوازې تر ژمنو پاتې او یا ډېرې کمې عملي شوي دي.
لېکوال د پوهنې وزارت د رسمي شمېرو له مخې لیکلي چې سږ هم شااوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له زده کړو او ښوونځي ته له تګه محروم دي او دا هغه شمېره ده چې تېرو څو کلونو کې په کې کوم بدلون نه دی راغلی او له محرومو ماشومانو ۶۰ سلنه یې نجونې جوړوي.