اروپایي ټولنه: د ۳ ښځینه واکسیناتورانو د وژنې عاملین دې محاکمه شي

جلال اباد کې د یوې وژل شوې واکسیناتورې د جنازې مراسم

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په ننګرهار ولایت کې د درېیو ښځینه واکسیناتورانو وژنه په کلکه وغندله.

دغه ټولنه وایي، دا پېښه د بشرپالنې د نړیوالو حقونو څخه وېروونکې سرغړونه ده.

دغې ټولنې تېرماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دې پېښې عاملین باید ژر تر ژره محاکمه شي.

دوی وایي، روغتیایي کارکوونکي باید په نښه نه شي او د روغتیایي مرکزونو درناوی باید وشي.

اروپایي ټولنې دغه راز د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې ټول هېواد کې باید وګړو ته په مساوي ډول د واکسین د تطبیق زمینه برابره شي.

پرون سې شنبه (د وري ۱۰مه) په جلال اباد ښار کې درې ښځینه واکسیناتورانې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې کور په کور د پولیو واکسین کمپاین پیل شو.