د سپېس اېکس هغه توغندی چې د ازموینې لپاره جوړ شوی و، پرون سې شنبه (د وري ۱۰مه) د لومړني پرواز پر مهال اور واخېست او رانسکور شو.
دا الوتنه د امریکا په تګزاس ایالت کې وشوه.
د سپېس اېکس شرکت مشرالون ماسک پرون د دې خبرې په منلو سره پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د سټارشېپ په نامه دغه توغندۍ تر الوتو څو دقیقې وروسته بېرته راولوېده.
هغه وویل، د دې پېښې علت تر اوسه معلوم نه دی، خو په اړه یې پلټنې جریان لري.
تردې وړاندې هم د یاد شرکت یو بل یو ازمایشي راکټ په ډیسمبر میاشت کې له ورته برخلیک سره مخامخ شو.
سپېس اېکس یو له هغو دوو شرکتونو څخه دی چې ناسا یا د امریکا فضایي اداره فضا ته د تګ راتګ په برخه کې قرارداد ورسره لري.