د افغانستان د ملي امنیت ریاست د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې د جګپوړي غړي دولت بېګ تاجکي چې په ابو محمد التاجکي مشهور و، د وژلو خبر ورکړ.
د ملي امنیت ریاست نن په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دولت بېګ تاجکي د طالبانو له یوه سیمهییز قوماندان حضرت علي سره د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په لاره کې وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې دا نهدي ویل شوي چې دا کسان کله د ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
په اعلامیه کې وړاندې راغلې دي چې دا کسان په غزني کې د ترهګرو د روزلو مسؤلین وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.