د ایران دولتي ټلوېزیون د یوه چارواکي په وینا چې نوم یې وانه خېست خبر ورکړ چې تهران به د یوارنیمو له شل فیصده غني کولو تر هغو لاس وانه خلي چې د امریکا متحد ایالاتونو پر دغه هېواد لګولي بندیزونه نه وي لېرې کړي.
دا خبره وروسته تر دې خپره شوه چې د امریکا د متحد ایالاتونو رسنیو راپور ورکړ چې واشنګټن به د ایران د اټمي پروګرام لپاره د خبرو نوی وړاندیز وکړي.
د ایران دولتي ټلوېزیون پر خپلې وېب پاڼې نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) خبر ورکړ چې یوه جګ پوړي ایراني چاراکي پرېس ټي وي ته ویلي دي چې تهران به یوازې هغه وخت د شل فیصده یورانیمو له غني کولو لاس واخلي چې امریکا پر ایران ټول لګولي بندیزونه لېرې کړي.
د دې چارواکي په وینا دا هم راغلي چې تهران به د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون له کړیو ژمنو نور هم په شا شي که متحد ایالتونه خپل بندیزونه نه لېرې کوي.
د دې چارواکي په وینا راغلي، واشنګټن وخت له لاسه ورکوي، ځکه چې په ایران کې د جون په میاشت کې د ولسمشرۍ انتخابات دي او د کمپاین وخت په مې میاشت کې پيلېږي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوه زره اتلسم کال کې د ایران له اټمي تړون څخه بهر شو او پر ایران یې نور سخت بندیزونه ولګول.