چین د هانګ د انتخاباتو لپاره نوی سیستم وړاندې کړی

د چین او هانک کانګ ګډ بیرغونه

چین د هانګ کانګ د انتخاباتو لپاره نوی سیستم وړاندې کړی چې له دې سره به پېکنګ نور هم پر هانګ کاګ خپل کنټرول سخت کړي.

د چین دولتي رسنۍ نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) خبر ورکړ چې د چین د خلکو کانګرس کمېټې په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې د هانګ کانګ پر اساسي قانون کې تعدیلات راځي، دا لایحه بیا وروسته ولسمشر شي جین پینګ لاسلیک کړه.

د هانګ کانګ اساسي قانون په نولس سوه اووه نویم کال کې هغه وخت چې بریتانیا د دې سیمې له واکمنۍ لاس اخېست، تصویب کړ.

په دې قانون کې د چین دننه هانګ کانګ ته ازادۍ ورکړل شوي دي.