د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکي سیال سره پر سولې غږیدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر له خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو  سره

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، له خپل ترکي سیال سره یې د سولې مذاکرو پر موضوع خبرې وکړې.

محمد حنیف اتمر نن په یوه ټویټ کې ویلي، په تاجیکستان کې یې له مولود چاوش اوغلو سره خبرې د اسیا زړه کنفرانس پر نتایجو او د سولې د مذاکرو د بل پړاو پر چمتووالي راڅرخېدې.

ښاغلی اتمر له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره یوځای د اسیا زړه هېوادونو یا د استانبول د پروسې په نهم کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.

نن د دې کنفرانس دویمه او وروستۍ ورځ ده، چې د افغانستان او تاجیکستان ولسمشران به ورته وینا کوي.

بل خوا په پام کې ده د نړۍ د ګڼو هېوادونو او سازمانونو په ګډون د افغانستان د سولې بهیر د چټکتیا په هدف په څو ورځو کې په ترکیه کې یوه غونډه وشي.