د تاجیکستان جمهور رئیس: د افغانستان د وضعیت په اړه بې ‌پروا نه‌ یو

د تاجیکستان جمهور رئیس امام علي رحمان

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس دویمه ورځ پیل شوه.

د تاجیکستان جمهور رئیس د دې غونډې په پیل کې په افغانستان کې د تل‌پاتې سوله ملاتړ وکړ.

امام علي رحمان وویل، هېواد یې د افغانستان د وضعیت په اړه بې‌پروا نه‌دی او تل یې د دې هېواد د ثبات لپاره غږ پورته کړی دی.

د تاجیکستان جمهور رئیس په افغانستان کې سوله په ټوله سیمه کې د ثبات لپاره مهمه وبلله او په دې برخه کې یې د سیمې هېوادونو سربېره د نړۍ له هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، د افغانستان قضیه سیمه‌ییز او نړیوال ابعاده لري او دا شخړه باید د سیاسي لارې حل شي.

د تاجیکستان جمهور رئیس د افغانستان د سولې خبرې مهمې وبللې، ترې یې ملاتړ وکړ او تر خوا یې وویل، هېواد یې له هغو خبرو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ وي.

امام علي رحمان افغانستان د اسیا، اروپا او امریکا اقتصادي خوځښت په برخه کې مهمه سیمه وبلله او په دې برخه کې یې د خپل هېواد له هڅو هم یادونه وکړه.

ښاغلي رحمان له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او زده‌کړو په برخه کې د همغږۍ او همکاریو د زیاتېدو یادونه وکړه.

تمه ده چې په دې غونډه کې څو شېبې وروسته جمهور رئیس غني هم وینا وکړي.

د اسیا زړه- استنابول پروسې غونډه ډېره برخه نن هم د غړو هېوادونو په خوښه د تړلو دروازو ترشاه کېږي.