کندهار کې د یوې لویې پروژې په ګډون څو اقتصادي پروژې پرانېستل کېږي 

ارشیف، کندهار ښار

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په کندهار ولایت کې به نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د یوې لویې پروژې په ګډون څو اقتصادي پروژې پرانېستل شي او ځینې نورې به عملي فعالیت پیل کړي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دې ډله کې د ارغنداب د اوبو د سرچینو مدیریت مهمه پروژه هم شامله ده: "تمه ده د ځینو نوېو پروژو کار پیل شي لکه د ارغنداب د اوبو د زېرمو پراختیايي پروژه چې په پام کې ده کار یې نوی پیل شي."

د ښاغلي رستمي په وینا د دې پروژې لګښت به څه باندې ۳۶۰ میلیونه ډالر وي چې د رغونې چارې به یې د کرنې وزارت، د اوبو د تنظیم د ملي ادارې او د کلیو د پراختیا وزارت له خوا په ګډه ترسره شي.