بلاروس کې د 'څیخانوسکایا' پرضد د ترورېزم اړوند تحقیقات پیل شوي

د بلاروس د اپوزیسیون مشره سویتلانا څیخانوسکایا

د بلاروس لویې څارنوالۍ د اپوزیسیون د مشرې سویتلانا څیخانوسکایا پرضد د ترورېزم اړوند تحقیقات پیل کړي.

دا اقدام لوی څارنوال اندرې شوېد پرون د مارچ په ۲۹مه اعلان کړ.

ښاغلي شوېد په یوه بیان کې تور ولګاوه چې مېرمن څیخانوسکایا او ځینو نورو کسانو څو ورځې مخکې دسیسه جوړه کړې وه، څو په پلازمېنه مېنسک او نورو ښارونو کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي او ودانیو ته اور واچوي.

په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د چارواکو دا اقدام په بلاروس کې د حکومت پرضد له څو میاشتنیو مظاهرو وروسته د معترضانو د ځپلو لپاره یوه بله هڅه ده.

په دې هېواد کې سیاسي کړکېچ وروسته له هغې پیل شو چې د تېر ۲۰۲۰ میلادي کال د اګسټ پر نهمه نېټه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په نتیجه کې الکساندر لوکاشینکا د شپږمې پرله پسې دورې لپاره د ولسمشر په توګه اعلان شو.

مېرمن څیخانوسکایا چې له دې انتخاباتو وروسته له بلاروس څخه وتلې ده، د لویې څارنوالۍ د پروني اقدام په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.