امنه فنا او مروه اڅکزۍ څوک دي؟

ارشیف

د ازادي راډيو په اوونیز پروګرام 'مخکښې ښځې' خپرونه کې لومړۍ مېلمنه امنه فنا ده.

اغلې فنا شاعره ده. دا 'د طوبا تر سیورې لاندې' په نوم شعري ټولګه لري. اغلې فنا د پروان ولایت اوسېدونکې ده.

د خپرونې دوهمه مېلمنه؛ مروه اڅکزۍ ده. اغلې مروه د هلمند ولایت ده. دا ښوونکې او مدني فعاله ده او د ځوانانو خوځښت په نوم د یوې ټولنې غړې ده.

دا خپرونه چې ملالۍ بشیر یې پر مخ وړي د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

مخکښې ښځې