خېبر پښتونخوا ایالت کې زرګونه معترضانو خپل لاریون پای ته ورساوه

خېبر پښتونخوا کې د زرګونه معترضانو لاریون

هغو په زرګونه معترضانو خپل لاریون پای ته ورساوه چې په خېبر پښتونخوا ایالت کې د څلورو تنکیو ځوانانو د وژلو په غبرګون کې یې پیل کړی و.

د لاریونوالو یوه مشر رحمت‌الله نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته پیل شوی اعتراض پای ته ورسېد او خلک بېرته جاني‌خېلو ته روان شوي چې خپل مړي خښ کړي.

د ایالتي اعلا وزیر، سلاکار کامران بنګښ وویل، حکومت موافقه وکړه چې په سیمه کې به امنیت ټینګوي، د وسله‌والو طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو په وړاندې به اقدامات کوي.

د هغه په وینا دا د معترضانو عمده غوښتنې وې او د دې ترڅنګ حکومت ژمنه وکړه چې د هر وژل شوي هلک کورنۍ ته به د خسارې په توګه دوه‌نیم ملیونه روپۍ چې څه باندې ۱۶ زره امریکایي ډالر کېږي، ورکوي.

د جاني‌خېلو او شاوخوا سیمو شاوخوا درې زره اوسېدونکو په دغه لاریون کې چې یوه ورځ مخکې یې پیل کړی و، ګډون کړی و.

دوی د احتجاج په توګه د څلورو واړو وژل شویو هلکانو مړي تر اسلام‌اباد پورې وړل. دغه هلکان چې عمرونه‌یې د ۱۳ او ۱۷ کلونو ترمنځ و، درې اوونۍ مخکې لادرکه شوي و. کورنیو یې ویلي چې پر جسدونو یې د مرمیو او شکنجې نښې لیدل شوي.