د چک جمهوریت ملیاردر پټر کیلنر د هلیکوپټر د راغورځېدو پېښه کې مړ شو

د چک جمهوریت ملیاردر پټر کیلنر

د چک جمهوریت ملیاردر پټر کیلنر د امریکا په الاسکا ایالت کې د هلیکوپټر د راغورځېدو په پېښه کې مړ شو.

۵۶ کلن کیلنر د فوربیس مجلې په حواله د نړۍ ۶۸م شتمن کس و چې دې مجلې یې شتمني ۱۷ نیم ملیارده ډالره اټکل کړې ده.

د الاسکا ایالت چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې چې تر اوسه‌یې علت نه‌دی روښانه شوی، له کیلنر سره څلور نور کسان هم مړه شوي او یو ژوندی پاتې شوی چې وضعیت‌یې خطرناک دی.

کیلنر په ۱۹۹۱ کال دوه کاله وروسته له هغې چې په پخوانۍ چکسلواکیا کې کمونېستي رژیم ړنګ شو، د کاپي ماشینونو د پلورلو سوداګري پیل کړې او د پي ډي اېف په نوم‌یې د پانګونې یوه مالي مؤسسه جوړه کړې وه.

د کیلنر کمپنۍ له خپل هېواد سره د کرونا په وړاندې د مبارزې په برخه کې په ملیونونو د مصنوعي ساه ایستلو او د کرونا ویروس ټسټ کېټونو مرسته کړې وه.

د چک صدراعظم اندرې بابیش د کیلنر پر مړینې ژور خفګان څرګند کړی او هغه‌یې د نه‌منلو یوه غمیزه یاده کړې ده.