د پاکستان پولیسو خېبر پښتونخوا کې د زرګونه لاریونوالو مخه نیولې

جاني‌خېلو کې لاریون او اعتراضونه

پولیسو د پاکستان په شمال لوېدیځ ایالت خېبر پښتونخوا کې د زرګونه لاریونوالو مخه نیولې ده.

د جاني‌خېلو شاوخوا ۳ زره اوسېدونکي په داسې حال کې چې د څلورو وژل شویو ځوانانوي مړي هم ورسره دي سړکونو ته وتلي دي.

دا څلور مړي یوه اوونۍ مخکې له جاني‌خېلو پیدا شوي.

د وژل شویو کسانو کورنیو ویلي چې د خپلو زامنو په بدنونو یې د ربړونې نښې نښانې لیدلي.

دا زلمیان درې اوونۍ وړاندې له خپلو کورونو د مارغانو په ښکار پسې وتلي وو.

لاریونوال وایي د پولیسو له ممانعت سربېره به اسلام‌اباد ته ځانونه رسوي او هلته به لویه مظاهره کوي.

دوی د جاني‌خېلو د سیمه‌ییزو چارواکو د لیرې کېدو او د وسله‌والو خلاف غوڅ اقدامات غواړي.

لاریونوال ګواښ کوي که یې غوښتنې ونه‌منل شي د پېښور-دېره اسماعیل خان لویه لار به وتړي.

د پي ټي اېم یا پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین او مخکښ غړی محسن داوړ چې له لاریونوالو سره د یوځای کېدو په هدف روان و یکشنبه د پي ټي اېم له ګڼو نورو غړو سره د پولیسو له‌خوا نیول شوي.