اندونیزیا کې دوو ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي ټپیان کړل

اندونیزیا کې د چاودنو سیمې ته نږدې راټول شوي پولیس

په اندونیزیا کې دوو ځانمرګو بریدګرو شاوخوا ۲۰ تنه عبادت کوونکي په یوه لویه کلیسا کې ټپیان کړي دي.

د اندونیزیا د پولیسو مشر جنرال لیستیو سیګیت پراباوو ویلي چې بریدګر ښايي د اسلامي دولت ډلې د ملاتړي ګروپ جماعة انشاروت توحيد غړي وو.

پېښه یکشنبه د اندونیزیا په ماکاسار ښار کې هغه وخت شوې چې یوه ډله مسیحیان د سپېڅلې اوونۍ یا پاک اختر د پیل په پار سره غونډ شوي وو.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي بریدګر کله چې د ساتونکو له ممناعت سره مخ شول له کلیسا دباندې یې برید ترسره کړ.

په ټپيیانو کې د کلیسا ساتونکي هم شامل دي.

پولیسو ویلي له بریدګرو یوه ښځه وه.

د اسلامي دولت ډلې ملاتړی ګروپ جماعة انشاروت توحيد ۲۰۱۸ کال هم په اندونیزیا کې د یوې خونړۍ حملې عامل بلل کېږي چې ګڼو خلکو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.