چین پر ۲ امریکایانو، یوه کاناډایي او پر یوې ډلې بندیزونه ولګول

د چین او امریکا ګډ بیرغونه

چین پر دوو امریکایانو، یوه کاناډایي او د بشري حقونو پر یوې ملاتړې ډلې بندیزونه ولګول.

دې کسانو د چین په شېنجېن کې له ایغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو پر کړنو نېوکې کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي، د چین دا ګام به یوازې د ده په ټکو " نسل وژنې" او د ایغورویانو او نورو مسلمانانو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته د خلکو پام واړوي.

چین دا اقدام وروسته تردې کوي چې اروپایي ټولنې، بریتانیا، کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو د شېنجین د سیاسي او اقتصادي ډلو پر څو غړو د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر بندیزونه ولګول.

د چین له خوا د غچ اخېستونکو بندیزونو هدف په نړۍ کې د امریکا د مذهبي ازادیو د کمېسیون دوه غړي، د کاناډا د پارلمان یو غړی او د دغه هېواد د پارلمان یوه کمېټه ده.

د کاناډا صدر اعظم جسټن ټروډو د چین دا اقدام د بیان پر ازادۍ او شفافیت برید بللی دی.