پاکستاني پولیسو اسلام اباد ته د تلونکو زرګونو مظاهره چیانو مخه ونیوله

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پاکستان پولیسو په خېبر پښتونخوا کې د هغو زرګونه مظاهره چیانو مخه ونیوله چې اسلام اباد خواته روان وو.

اعتراض کوونکي د هغو څلورو تنکیو ځوانانو د وژنې په غبرګون کې لاریون ته راوتلي چې د افغانستان پولې ته نژدې قبایلي سیمه کې وژل شوي دي.

د جاني خېلو د سیمې شااوخوا درې زره اوسیدونکو نن یکشنبه(د وري ۸مه) سهار د اسلام اباد په لور خپل لاریون پیل کړ، خو بنو ښار ته نژدې یې پولیسو مخه ونیوله.

اعتراض کوونکي داسې مهال اسلام اباد خوا ته روان شول چې جاني خېلو کې ۷ ورځنی پرلت یې له کومې نتیجې پرته پای ته ورسېد.

د پاکستان د پارلمان غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال محسن دوړ هم هغه مهال د ځایي پولیسو له خوا ونیول شو چې غوښتل یې د مظاهره چیانو د درول کېدو ځای ته ځان ورسوي.