د سوداګرۍ خونه: لویو لارو کې ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي

آرشیف، د کابل-هرات لویه لار

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په لویو لارو کې اخاذیو او ناامنيو د سوداګرو کارونه ټکني کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن یکشنبه (د وري ۸مه) ازادي راډيو ته وویل چې په تېرو څو میاشتو کې د کابل ـ کندهار – هرات لویې لارې سوداګر له ګڼو نا امنیو سره مخ دي.

د کابل هرات لویه لار له تېرو څو کلونو راهیسې یوه له ډېرو ناامنو لارو ګڼل کېږي.

دغه لاره ډېرځله د چاودنو، د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو، د موټرو د سوځولو، تښتونو او یرغمل نیولو د خونړیو پېښو شاهده وه.

د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي، که د سوداګرو امنیت خوندي نه شي ګڼ سوداګر به د هېواد پریښودو ته اړ شي.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د سوداګرو د امنیت په تړاو د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولري خو ونه توانیده.

خو د کورنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ اعلامیه کې سوداګرو ته ډاډ ورکړی و چې امنیت ساتنې ته به یې ځانګړې پاملرنه کېږي.