له یوناما او نورو بشرپالو ادارو د طالبانو غوښتنې

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم

طالبانو د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت یوناما او نورو بشرپالو ادارو غوښتي چې خوست کې د هغې پېښې "ریښتینی راپور" ثبت او خپور کړي چې دوی ملکي وژنې بللې دي.

طالبانو نن یکشنبه (د وري ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د افغان ضربتي قواوو په عملیاتو کې چې د دوی په وینا د بهرنیو هوایي ځواک یې ملتیا کوي، لږ تر لږه شل ملکیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته وویل: "تقریبآ تر شلو پورې عام خلک ماشومان او ښځې په کورونو کې شهیدانې شوي دي، کورونه یې په هاوانونو ویشتل شوي دي، تصویرونه او ویډیوګانې یې هم میډیا ته راوتلي دي، موږ له ټولو رسنیو غواړو چې راشي او دا ځایونه له نژدې وګوري، موږ به دا فرصت ورته مساعد کړو."

د خوست امنیه قوماندان داوود امین وایي، عملیات د دې لپاره پيل شوي چې دغلته "د مخالفینو د ثابتې قرارګا" د جوړېدو مخنیوی وکړي.

ښاغلي امین خبریالانو ته په یوه لیکلي پيغام کې د ملکیانو رامنځته شوې مرګ ژوبله تایید یا رد کړې نه ده، خو زیاته کړې یې ده چې د دې ډول عملیاتو قرباني ملکي کسان ورکوي.

د ځایي خبریالانو په وینا، دا عملیات د "کمپاین" په نوم حکومت پلوو ځواکونو له خوا شوي، دغه ځواکونه د امریکا د استخباراتي ادارې سي.ای.اې له خوا روزل شوي دي.