د اعتراضونو له پیله مخکې د بلاروس پولیسو منسک کې ۲۰۰ کسان ونیول

بلاروس کې پولیس یو شمېر خلک ونیول

د بلاروس پولیسو پرون شنبه (د وري ۷مه) په منسک ښار کې نژدې ۲۰۰ کسان ونیول او مخکې تر دې چې د مارچ د ۲۷مې نېټې تازه اعتراضونه پیل شي، لارې کوڅې یې محاصره کړې.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې تر څو میاشتو ځپلو وروسته بلاروس کی اپوزیسیون د نوېو اعتراضونو د پیلېدو ژمنه وکړه.

دا اعتراضونه لومړۍ په اګسټ میاشت کې د هغو انتخاباتو وروسته راپورته شول چې الکساندر لوکاشېنکا په کې ځان بریالی وباله، خو په بلاروس کې اپوزیسیون او هم لویدیځ وویل چې په انتخاباتو کې درغلي شوې.

هغه مهال سلګونه زره کسان لارو کوڅو ته راووتل، خو ساړه ژمي او د حکومت له خوا د ځپونکو اقداماتو له کبله دا اعتراضونه کم شول.

د 'نېکستا' په نامه اپوزیسیون پر تلګرام چینل چې د دغو مظاهرو د تنظیم لپاره کارول کېږي، د دې چینل ۱،۴ میلیونه پالونکو ته وویل شول چې دا به روان کال په بلاروس کې لومړنۍ لویه مظاهره وي.

نېکستا لیکلي: "موږ د یوې نوي سناریو لپاره چمتو شوي یو. دا تکتیک د امنیتي ځواکونو د ماتولو لپاره طراحي شوی او د دې لپاره هم مهم دی چې موږ خپل خلک خوندي کړو."

د بشري حقونو مرکز پرون شنبه (د وري ۷مه) راپور ورکړ چې تر ماښام ۶ بجو پورې پولیسو ۷۵ تنه چې پنځه یې خبریالان دي ونیول.