د برما واکمن رژیم روسیه یوه ریښتونې ملګرې وبلله

جنرال مین انګ هالینګ او د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین

د برما د واکمن رژیم مشر روسیه د دې هېواد یوه ریښتونې ملګرې وبلله. جنرال مین انګ هالینګ دا څرګندونې د شنبې(د وري ۷مه) په ورځ د برما د وسله والو ځواکونو د ملي ورځې په مناسبت وینا کې وکړې.

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال الکساندر فومین په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

د روسيي خبري اژانس انټرفاکس د راپور له مخې روسیې د مارچ په ۲۶مه د برما له پوځه د ملاتړ خبره کړې وه.

په دفاعي چارو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې شوي دي.

مسکو برما ته د پوځي روزنې او د وسلو په پلورلو کې همکاري کوي.

انټرفاکس زیاتوي الکساندر فومین برما د اسیا په سطح د روسیې یو ریښتونی متحد او ستراتیژیک ملګری بللی دی.

ډیپلوماتان وایي، اتو هېوادونو لکه، روسیې، چین، هند، پاکستان، بنګله‎دېش، ویتنام، لاوس او تایلېنډ په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره خپل استازي برما یا میانمار ته لېږلي وو، خو یوازې روسیې د وزارت په سطح استازی لېږلی وو.

دغه مراسم داسې مهال ونمانځل شول چې په ټول هېواد کې د پوځ پرضد د خلکو اعتراضونه دوام لري.