د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې شاعر او لیکوال عبدالغفور لېوال د اسطورو په اړه راته غږېږي.
د جرس ادبي جرګې غړی امان افریدی په کراچۍ کې د ادبي فعالیتونو په اړه معلومات راکوي.
د افغانستان په جنوب کې د موسیقي د یوې مشهورې الې په اړه راپور لرو.
او له ځوان ممثل شفیع الله شباب سره مرکه لرو چې وايي، د ناوړه دودونو د ختمولو په خاطر لنډې ویډيويي ډرامې جوړوي.
دا پروګرام د لاندې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
جوړونکی: همایون هېواد