د ازادي راډیو د ښځو لپاره د 'نیمې نړۍ' په ځانګړې خپرونه کې پر دې بحث کیږي چې څنګه نجلۍ یا ښځه کولی شي د خپل مېړه نه د طلاق حق په خپله واخلي؟
د افغانستان د مدني قانون پر بنسټ ښځه کولی شي چې د طلاق وکالت په خپل واک کې واخلي او د ضرورت په وخت کې ورنه ګټه پورته کړي؛ خو ښځه څنګه کولای شي چې دغه وکالت په قانوني بڼه تر لاسه کړي؟
یوه ښځه که له خپل مېړه نه د طلاق وکالت مخکې له نکاح څخه واخلي، څه وخت کولی شي چې له خپل دغه حق نه قانوني ګټه پورته کړي؟
که د ښځې او مېړه تر منځ د ګډ ژوند په ټولو چارو کې همغږي وي دا به د دواړو لورو په اروایي حالت څه اغېزې لري ؟
ازادي راډیو هڅه کړې چې دغه خپرونه کې دغه پوښتنې ځواب کړي.
دا خپرونه د لاندې لنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5