د هلمند چارواکي: د سنګین امنیه قوماندان له ۲ ساتونکو سره ووژل شو

ارشیف، هلمند کې امنیتي سرتیري

د هلمند امنیه قومانداني په یوه نښته کې د سنګین ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالمحمد سروري د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد زمان همدرد نن شنبه (د وري ۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې سروري تېره شپه له طالبانو سره د جګړې پر مهال ووژل شو: "دښمن د سنګین ولسوالۍ پر ۶۱۱ شاهراه کنډک تهاجمي برید وکړ چې له بده مرغه دې نښته کې د سنګین ولسوالۍ امنیه قوماندان په ګډون درې پولیس شهیدان شوي او دوه ټپیان دي."

ښاغلي همدرد په بېګانۍ نښته کې د پنځلسو طالبانو د وژل کېدو او د دې ډلې د اوو نورو وسله والو د ټپي کېدو ادعا هم وکړه.

طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې په هلمند کې یې د تېرې شپې په جګړه کې له لسو زیات افغان سرتیري وژلي دي.