د امریکا متحد ایالاتونو او اروپایي ټولنې یو ځل بیا له روسیې وغوښتل چې الکسي ناوالنۍ سمدستي خوشې کړي.
دا غوښتنه وروسته تردې وشوه چې د روسیې د اپوزسیون دې زنداني وویل، د ملا سخت درد لري او د زندان چارواکي یې غم نه خوري.
څلور څلویښت کلن ناوالنۍ پرون جمعه (د وري ۶مه) په انسټاګرام کې دا هم ولیکل چې پخوانیو بندیانو ورته ویلي دي چې په دې زندان کې ناروغي د مرګ په معنی ده.
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پراېس په ټویټر کې لیکلي دي چې په زندان کې د ناوالنۍ د روغتیا د خرابېدو په اړه یې له اندېښنې ډک راپورونه لیدلي دي، د هغه روغتیا ته باید پاملرنه وشي او له روسیې غواړو چې سمدستي پرته له کوم شرطه ښاغلی ناوالنۍ خوشې کړي.
تردې مخکې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر ویاندې نبیلا میسرالي وویل چې د ناوالنۍ د روغتیا غم دې وخوړل شي او د هغه وکیلانو ته دې اجازه ورکړل شي چې له ده سره وګوري.
وروسته تردې چې ناوالنۍ د جنوري په میاشت کې له جرمني، روسیې ته ستون شو د مسکو په هوایي ډګر کې ونیول شو.
دی په روسیه کې په زهرو مسموم شوی و او جرمني ته د درملنې لپاره تللی و.