د سویس په کانال کې د بندې پاتې بېړۍ کمپنۍ وایي چې نن شنبه (د وري ۷مه) به د اوبو د لوړ مدو جزر په مرسته هڅه وشي چې دا کښتۍ را وایستل شي.
دا بېړۍ د شویي کیسین کې کې جاپاني شرکت ده چې د مارچ په ۲۳مه په کانال کې بنده شوه او دا لاره یې چې هره ورځ پرې د نړۍ له درېیو یوه برخه تیل تیریږي، بنده کړه.
د دې جاپاني شرکت رئیس یوکیتو هیګاکي وویل، که نننۍ هڅه بریالۍ نه شوه، نو بیا به هڅه وکړي چې د بېړۍ بار ښکته کړي.
د سویس د کانال رئیس اسامه ربیع وویل، که فشار زیات کړو دا وېره شته چې کښتۍ ټوټه ټوټه شي.
دا بېړۍ څلور سوه متره اوږده او نهه پنځوس متره بر لري.