د یورو وېژن د سندرو له مسابقو بلاروس حذف شو. د بلاروس له لوري د دې میاشتې په پیل کې دې سیالیو ته د ګلاسي زمیتا ډلې وړاندې شوې سندره رد شوه، د دې سندرې نوم و 'زه به یې در زده کړم' او په شعر کې یې راغلي و چې 'زه به دا در وښیم چې څرنګه نغمې ته وناڅې"
پر دې شعر اعتراض وشو چې دا د بلاروس د مستبد مشر الکساندر لوکاشېنکا پر ضد پر مظاهرو د ملنډو لپاره ویل شوی دی.
د اروپایي خپرونو ټولنې بلاروس ته بل چانس ورکړ چې خپله سندره د مارچ تر ۲۶مې ور ولېږي، خو دا نېټه تېره شوه او اوس دا ټولنه وایي چې بلاروس به د یورو وېژن د سندرو په ۶۵مې سیالۍ کې برخه وانه خلي.
د یورو وېژن د سندرو سیالۍ د مې له ۱۸مې تر ۲۲مې د هالنډ په روتردام کې دي.