د ننګرهار چارواکي د دغه ولایت لپاره د ۴ زره نویو ښوونکو د منظورۍ خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار له ولسونو سره دغه ولایت ته په خپل وروستي سفر کې ژمنه کړې وه چې د نوي لمریز کال له پیل سره سم به د معارف لپاره ۴ زره نوي ښوونکي منظور او په دندو وګوماري.
د ننګرهار لپاره ۴ زره نوي ښوونکي په داسې حال کې منظور شوي چې د دغه ولایت د پوهنې د مسوولانو په وینا، په ننګرهار کې ټولټال ۷ زره ښوونکي کم دي چې د هغو په منځ کې ۴ زرو ته یې جدي اړتیا ده.
خوږیاڼی وايي، د ۴ زره نویو ښوونکو له ګومارلو سره به په ننګرهار کې د ښوونکو د فوري اړتیا ستونزه حل شي.
حاضردمه په ننګرهار کې ۹۰۲ ښوونځي شته چې په کې شااوخوا ۱۶ زره ښوونکي په تدریس بوخت دي.