د لبنان سرپرست صدراعظم حسن دیاب د خپل هېواد په جنوب کې د خطرناکو کیمیاوي او اټمي موادو د کشفېدو پر وړاندې خبرداری ورکړ.
دیاب چې استعفا یې کړې، خو د نوې کابینې تر جوړېدو پورې د سرپرست صدراعظم په توګه کار ته دوام ورکوي وویل، وروسته له دې چې د جرمني کومبي لیفت کمپنۍ د دغو موادو په اړه څېړنه وکړه، لبناني چارواکو هم تایید کړه چې موندل شوي مواد اټمي دي.
د لبنان په جنوب کې خطرناک اټمي مواد په داسې حال کې موندل کېږي چې کابو ۸ میاشتې پخوا د بیروت په بندر کې د کیمیايي موادو وحشتناکې چاودنې نژدې ۲۰۰ تنه ووژل.
له هغې پېښې وروسته د جرمني کومبي لیفت شرکت د بیروت بندر د خطرناکو موادو په اړه څېړنې ته وګومارل شو.
دا شرکت وايي چې تراوسه پورې یې ۵۸ کانتینره خطرناک مواد موندلي دي.