مصر کې د دوو رېلګاډو د ټکر په نتیجه کې۲۲ تنه مړه شوي

سکندریه کې د ټکر پېښه

مصري چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب کې پرون جمعه (د وري ۶مه) د دوو رېلګاډو د ټکر په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي او ۶۶ نور ژوبل دي.

راپورونه وايي، دا پېښه وروسته له دې وشوه چې سکندریې ښار ته د یوه روان رېلګاډي اضطراري برېک فعال شو او د ناببره درېدو له کبله بل رېلګاډی چې ورپسې و، ورسره ټکر شو.

د مصر د روغتیا وزارت وايي چې لسګونه ټپیان د پېښې ځای ته په نژدې روغتون کې بستر شوي دي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي چې د دې پېښې عاملان باید ځواب ووايي.

ده پر خپله فیسبوک پاڼه کښلي، دا پېښه سبب شوه چې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره د مصر حکومت خپله اراده تر پخوا لا کلکه کړي.

د مصر د رېلګاډو د ټکرونو په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ پېښه په ۲۰۰۲ میلادي کال کې وشوه چې په لړ کې یې له قاهرې د هېواد جنوب ته په روان رېلګاډي کې تر ۳ سوه ډېره سپرلي ووژل شوه.