په امریکا کې د یوه قانون له تصویبه وروسته د چین څلورو سترو شرکتونو په درېيو ورځو کې څه باندې ۶۰ میلیارد ډالره تاوان وکړ.
د امریکا د تبادلې او امنیت کمېسیون د چهارشنبې په ورځ وویل چې یو نوی قانون یې تصویب کړی چې پر اساس یې هغه کمپنۍ د متحدو ایالاتونو د ونډو له بازاره ایستل کېږي چې د امریکا د تفتیش معیارونه پوره نه کړي.
له دې اعلانه وروسته په تېرو درېيو ورځو کې د چین د علي بابا شرکت ونډې ولوېدې او څه باندې ۳۰۳ میلیارد هانګ کانګي ډالره چې له ۳۹ میلیارډه امریکايي ډالرو سره برابرېږي، تاوان وکړ.
همدا راز د چین بایدو شرکت څه باندې ۱۰۷ میلیارډه، جې ډي ډات کام دېرش نیم میلیارده او نیتیسې ۲۷ میلیارده هانګ کانګي ډالره تاوان کړی دی.