د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا لهخوا د بالیستیک توغندیو ازموینه بېثباتوونکی اقدام وباله او ویېغندله.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، دغه ازموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ګڼو پرېکړهلیکونو سرغړونه وه چې سیمې او نړیوالې ټولنې ته ګواښ پېښوي.
شمالي کوریا پرون پنجشنبه وویل، داسې نوي جوړ کړي توغندي یې ازمویلي چې په تاکتیکي لحاظ رهبري کېدل.
د شمالي کوریا دولتي اژانس (KCNA) راپور ورکړی دغو توغندیو چې د ټکنالوژۍ نویو غوښتنو ته په پام جوړ شوي، دوهنیم ټُنه سروکي لېږدول.