خوست کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره ۱،۱۰۰ نوي سرتېري په دنده وګومارل شول

ارشیف، د ملي اردو سرتېري

په خوست کې د امنیت له ټینګښت سره د مرستې لپاره د ملي اردو ۱،۱۰۰ نوي سرتېري په دنده وګومارل شول.

د دغو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې، د تندر قول اردو قوماندان جنرال میرویس صافي وویل، د جنوب ختیځو ولایتونو جوپې جوپې ځوانان د ملي اردو لیکو ته ور روان دي.

ښاغلی صافی زیاتوي: "ځوانان راځي او په ملي اردو کې ځانونه راجستر کوي، دا موږ ته ډېر د افتخار ځای دی، دا ۱،۱۰۰ سرتېري ټول خوست ته لېږم، ځکه خوست سرحد دی او یو څه د پکتیا سیمو ته هم لېږو."

د تندر قول اردو اړوند لواوې په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې د امنیت ساتلو مسؤلیتونه پر غاړه لري.