د جانسن انډ جانسن واکسین یوه لویه جوپه منځني ختیځ او افغانستان ته راځي

د جانسن انډ جانسن کرونا ویروس ضد واکسین

د امریکا پوځ وايي، د جانسن انډ جانسن د کرونا ضد واکسین یوه لویه جوپه منځني ختیځ او افغانستان ته لېږل کېږي چې په دغو هېوادونو کې مېشت امریکايي پوځیان واکسین شي.

د امریکا په پوځ پورې د تړلې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس د راپور له مخې، د دغه یو ځل پیچکاري کېدونکي واکسین نږدې ۲۶ زره دوزه به په راتلونکو څو اوونیو کې افغانستان او منځني ختیځ ته ورسېږي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټ کام په وینا تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې ۲۰ زره دوزه واکسین لېږل شوی و.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې پر اساس، جانسن انډ جانسن واکسین د کرونا ویروس په وړاندې په سلو کې ۸۵ اغېزمن دی.

سنټ کام وايي چې امریکايي پوځیان په افغانستان، قطر، عراق او سوریې کې دېره دي.